نړیوال بانک پاکستان د غریبو او پوروړو هېوادونو په فهرست کې شامل کړ

AP ۱۴۰۲ تله ۱۲

نړیوال بانک پاکستان د پورونو تر بار لاندې د غریبو هېوادونو نوملړ ته ور زیات کړ.

دا بانک وايي، تر ۲۰۲۷ کال پورې به د پاکستان پور د دغه هېواد د کورني ناخالص تولید تر ۸۹.۳ سلنې پورې پورته شي.

د نړیوال بانک چارواکي وایي، د پاکستان د پارلمان او کابینې غړي، د خزانې وزیر د کابینې کمېټه او د نورو کمېټو غړي د مالیې یا ټېکس لپاره په پالیسۍ جوړولو کې خپل اغېز او لاسوهنې سره په دې برخه کې د اصلاحاتو مخه نیسي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، نړیوال بانک په پاکستان کې د اقتصادي حالت د سمون لپاره سپارښتنه کړې چېد سبسیډي د کمولو لپاره د مالیې په برخه کې ټولیز اقدامات وشي او د کلني مالي کسر یا خسارې د کمولو لپاره مصارف کم شي.

نړیوال بانک وايي، پاکستان د ډېرو نغدو پیسو له رېسک، د اسعارو د کمو زېرمو، بې ټیکاوه سیاسي چاپېریال او خارجي حسابونو د نوسان په ګډون له مختلفو خطرو سره مخ دی.

نور خبرونه

رادیو