د پاکستان د سند ایالت د کشمور ولسوالۍ په کندکوټ کې د راکټ لنچر د مرمۍ چاودلو له امله د پنځو ماشومانو په ګډون نهه کسان ووژل شول.
د کشمور د پولیسو مشر راهیل خوشو ویلي، چللودنه په یوه استوګنځي کې شوې او په تړاو یې پلټنې روانې دي.
نوموړي له ایکسپرېس ټریبیون سره په خبرو کې ویلي، چې د چارشنبې ورځې په دې پېښه کې یو کس هم ټپي شوی دی.
خو ځینې رسنیو ویلي چې په دې پېښه کې پنځه کسان ټپي دي.
د پېښې ځای د کندکوټ د ګاټ پولیسو مرکز ته نږدې دی او په همدې وجه سیمه کلابند شوې ده.
د ولسوالۍ روغتون کې هم بېړنی حالت اعلان شوی دی.