د ایران په اوین زندان کې یو ایرانی الاصله امریکایي زنداني مړ شوی دی

AP ۱۴۰۲ تله ۳

د هرانا خبري اژانس د خبر له مخې؛ یو ایراني الاصله امریکايي وګړی فرامرز جاویدزاد چې د ایران په اوین زندان کې بندي و، د طبي خدماتو د نشتوالي او روغتون ته په لېږلو کې د زندان د چارواکو د ځنډ له امله مړ شوی دی.

ویل کیږي، چې هغه د زړه له ناروغۍ او د معدې د وینې بهیدو څخه رنځېده.

په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو خبري ټولګې (هرانا) د یکشنبې په ورځ (د تلې دویمه) لیکلي دي: «د ایوین په زندان کې بندي هغه یهودي تبعه چې دوه ګونی ایراني الاصله امریکايي تابعیت یې درلود، د مناسبې درملنې د نشتوالي او په زندان کې د ځنډېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ".

د دغه راپور له مخې؛ فرامز جاویدزاد د جمعې په ماښام (د وږي ۳۱مه) د ایوین زندان د څارنې څانګې ته ولېږدول شو او له لنډې مودې وروسته له مناسبې درملنې پرته د زندان عمومي خونې ته ولیږل شو.

فرامرز جاویدزاد چې ۶۳ کلن و، د ۱۴۰۰ کال د حوت په میاشت کې ایران ته د سفر پر مهال د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو د وزارت د استازو له خوا ونیول شوی و.

نور خبرونه

رادیو