د ملګرو ملتونو لپاره د بښنې نړۍوال سازمان استازې جویس بوکورو وایي، چې دا بنسټ د افغان ښځو او بشري حقونو د مدافعانو د ملاتړ او خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوامداره ساتي. هغې زیاته کړې، چې د افغان ښځو عدالت غوښتنه یوازې د ګډ نړۍوال اقدام له لارې شونې ده.
نوموړې ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د ثبت، د عدالت د تامین او د جنایتونو د معافیت د پای ته رسولو لپاره یو خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړ کړي.
جویس بوکورو زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض، د بشري حقونو له مدافعانو سره تاوتریخوالی او سرغړونکو ته د سزا نه ورکولو فرهنګ د نړۍوال څار او عدلي تعقیب غوښتنه کوي.
نوموړې د بشري حقونو د مدافعانو د شبکې (HRD+) هم وغوښتل، چې په نیویارک کې خپله ونډه نوره هم پیاوړې کړي، څو د بشري حقونو د مدافعانو ترمنځ ګډه همغږي او اغېزمنه مدني مدافعه لا پیاوړې شي.
د بښنې نړۍوال سازمان له ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو غوښتي، چې د افغان مېرمنو، فعالانو او د بشري حقونو د مدافعانو خوندیتوب او د خپلواک څېړنیز میکانېزم د عملي کېدو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي او د هغوی غږ د نړۍوالو پرېکړو په مرکز کې وساتي.
د یادولو وړ ده، چې د افغان فعالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، د ښځو پر کار او زدهکړو بندیز او د مدني فضا محدودېدل د عدالت او حساب ورکونې اړتیا نوره هم ډېره کړې ده، هغه اړتیا چې د بوکورو په وینا «یوازې د یوه ګډ نړۍوال اقدام له لارې پوره کېدای شي.»