پوتین ۷۳ کلن شو؛ اردوغان یې د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړه

۴ ساعتونه مخکې

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټلیفون له لارې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره اړیکه نیولې او هغه ته یې د زوکړې د ورځې مبارکي ورکړې ده.

اردوغان د پوتین د زوکړې د ورځې په مناسبت د هغه د روغتیا، بریا او د روسیې د خلکو د سوکالۍ هیله څرګنده کړې ده.

ولادیمیر پوتین د ۱۹۵۲کال د اکټوبر په اوومه نېټه د روسیې په سن‌پېټرزبورګ ښار کې زېږېدلی او سږکال یې ۷۳مه کلیزه نمانځي.

د روسیې او ترکیې اړیکې له تاریخي، سیاسي او اقتصادي اړخونو څخه تل د سیمې د مهمو اړیکو له جملې ګڼل کېږي. دواړه هېوادونه سره له دې چې په ځینو نړۍوالو مسایلو کې بېلابېل دریځونه لري، خو د انرژۍ، سوداګرۍ، ټرانزیټ، دفاعي صنعت او د سیمې د امنیتي همکاریو په برخو کې پراخ تعاملات لري.

د یادولو وړ ده، چې د دواړو هېوادونو مشران معمولاً د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او ګډو همکاریو په اړه ټلیفوني خبرې کوي، خو دا ځل د خبرو تمرکز د اردوغان له لوري د پوتین د زېږېدنې د مبارکۍ پیغام و.

د شنونکو په باور، دا اړیکه د دواړو مشرانو تر منځ د شخصي اړیکو او متقابل احترام نښه ده، چې کولی شي د روسیې او ترکیې تر منځ د همکارۍ پر لا پیاوړتیا مثبته اغېزه وکړي.

نور خبرونه

رادیو