د هند د پخوانیو ډیپلوماټانو یوه ډله وايي، طالبانو ته د رسمیت ورکول باید یوازې هغه وخت وشي، چې د ملګرو ملتونو له لوري تایید شي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته د احتمالي سفر اعلان شوی دی.
د هند یو شمېر پخوانیو ډیپلوماتانو «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، د متقي بلنه ښيي چې هند غواړي د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره له طالبانو سره په واقعیتونو ولاړ چلند وکړي. خو دغو پخوانیو ډیپلوماټانو ټینګار کړی، چې د هند حکومت باید د ملګرو ملتونو تر پرېکړې مخکې طالبان په رسمیت و نهپېژني.
ویوک کاتجو چې پخوا یې له افغانستان سره د اړیکو د څانګې مشري کړې، ویلي: «هند باید د نړۍوالې اجماع تر رامنځته کېدو پورې انتظار وباسي.»
هغه زیاته کړې، چې هند باید په کابل کې د خپلې سفارتخونې د فني استازي پر ځای یو لوړپوړی ډیپلومات د چارسمبالي په توګه وټاکي، ځکه اوس د هند حضور یوازې تخنیکي بڼه لري.
کاتجو زیاته کړې، چې هند په تېرو کلونو کې افغانستان ته د پام وړ بشري مرستې لېږلې دي او له طالبانو سره تعامل اوس عملي اړخ خپلوي. د هغه په باور، د متقي سفر د دغه تعامل د لا پراختیا لپاره یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي.
په افغانستان کې د هند پخوانی سفیر ګوتام موکهوپادهیای وایي: «د متقي بلنه ښيي چې د هند امنیتي ګټې د سیمې له نورو هېوادونو سره رانږدې شوي، خو دا به ښایي د ځینو ارزښتونو او د کورني امنیت د اندېښنو په بیه تمام شي.»
هغه زیاته کړې، تمه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د ویزو ورکولو، بورسونو، بشري مرستو، سوداګرۍ، د بیارغونې پروژو او استخباراتي همکارۍ بهیر ورو ورو زیات شي.
بلخوا، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا «هندو» ورځپاڼې ته ویلي، چې د متقي سفر باید د سیمې د ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د سیالیو د زیاتېدو لپاره ونهکارول شي.
سپنتا له هند او پاکستان څخه غوښتي، چې د متقي دا سفر د سیمهییزو سیالیو له زاویې ونه ګوري.
هغه زیاته کړې: «د هند اوسني دریځ پر ضد پاکستاني لید لا هم ولاړ دی، حال دا چې دواړه هېوادونه د نفوذ د پراخېدو په لټه کې دي، نه د سولې یا ښه ګاونډي اړیکو په لټه.»
سپنتا ټینګار کړی، چې دا وضعیت نه د افغانانو په ګټه دی او نه د سیمې د سولې لپاره.
د راپورونو له مخې، متقي به د پنجشنبې په ورځ د پنځو ورځو رسمي سفر لپاره نوي ډیلي ته ولاړ شي. د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه ته د بهرني وزیر د رسمي مېلمه د تشریفاتو امتیاز ورکړی دی، خو لا روښانه نه ده چې ایا هغه به د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره هم وګوري او که نه.
د یادولو وړ ده، چې دا به له ۲۰۲۱کال وروسته د طالبانو د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر وي چې نوي ډیلي ته ترسره کېږي. د طالبانو او هند اړیکې په وروستیو میاشتو کې په نسبي توګه تودې شوې دي، په داسې حال کې چې د طالبانو اړیکې له خپل پخواني متحد پاکستان سره ترینګلې شوې دي.