د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د فلسطین په ملاتړ او په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره لاریونونه شوي دي. لاریونوال وايي، چې له ځنډ پرته دې په غزه کې بشري وضعیت ته رسېدنه وشي.
په ورته وخت کې په ځینو هېوادونو کې د اسراییل په ملاتړ هم لاریونونه شوي او د ۲۰۲۳کال د اکتوبر اوومې د برید قربانیانو لپاره د یادغونډې مراسم هم ترسره شوي دي. د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په ۷مه نېټه حماس پر اسراییل خونړی برید وکړ، چې له کبله یې څه باندې ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول؛ خو اسراییل بیا سملاسي د غچ اخیستنې اقدام وکړ او پر غزې یې پراخ بریدونه وکړل.