د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر، د وارسا د ویزې له مقراراتو څخه د احتمالي سرغړونو له امله له نیوکو وروسته د جرمني لومری وزیر اولاف شولتز په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.
زبیګنیو رایو ویلي: «د جرمني لومړی وزیر دې د پولنډ درناوی وکړي.»
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې په، اولاف شولتز د هغو راپورونو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه چې د پولنډ قونسلګرۍ د نغدو پیسو په بدل کې ویزې ورکړې دي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر د جرمني له لومړي زیر څخه و غوښتل چې له داسې څرګندونو ډډه وکړي چې د دواړو هیوادونو اړیکو ته زیان رسوي.
د پولنډ رسنیو څو ورځي وړاندې خبر ورکړ چې د دغه هیواد قونسلګرۍ له ۲۰۲۱ کال راهیسې د څو زره ډالرو د ترلاسه کولو په بدل کې شاخوا ۲۵۰ زره اسیايي او افریقايي کډوالو ته ویزې ورکړې دي.
د پولنډ عمومي څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې په دې تړاو يې درې تنه نیولي دي.
پولنډ، د شینګین هیوادونو له ډلې څخه یو دی.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د وږي په ۲۴مه اعلان وکړ چې د ویزې په بهیر کې د اوسنیو موندنو په تړاو یې یو چارواکی له دندې ګوښه کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې اروپايي کمیسیون د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه مکتوب په استولو سره د فساد د قضیې په اړه وضاحت غوښتی دی.