د قره باغ کشاله؛ امریکايي چارواکي ارمنستان ته ځي

AP ۱۴۰۲ تله ۳

یوه امریکايي چارواکي ویلي دي، چې د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې مشره سامانتا پاور او د دغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یوري کیم به ارمنستان ته سفر وکړي.

دا له اذربایجان سره د تېرې اونۍ له اوربند را وروسته ارمنستان ته د لوړ پوړو امریکايي چارواکو لومړی سفر دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ سامانتا پاور به د ارمنستان پلازمېنې ایروان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ارمنستان له ډیموکراسۍ، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د ارمنستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړي.

په قره باغ کې د بشري مسالو حل کول ارمنستان ته د امریکايي چارواکو د سفر یو بل هدف دی.

د دغه امریکايي چارواکي له قوله، چې له رویټرز سره یې خبرې کړې دي، امریکا په قره باغ کې د بشري وضعیت په اړه اندېښمنه ​​ده او نړۍوالو بشري سازمانونو ته پرته له خنډه د خلکو د لاسرسي غوښتنه یې کړې ده.

په قره باغ کې ارمینیایان د اذربایجان جمهوریت د یوې برخې په توګه په رسمیت پېژندل شوي، تېره اونۍ د اذربایجان لخوا د 24 ساعتونو پوځي عملیاتو وروسته اوربند ته اړ شول.

رویټرز راپور ورکړی، چې په قره باغ کې مېشت 120,000 ارمینیایان نه غواړي، چې د اذربایجان د یوې برخې په توګه د ځورونې، توکمیزې محوه کېدنې له ویرې له دوی سره شریک ژوند وکړي.

د ارمنستان حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د قره باغ له لارې ټول۱۵۰ زره کسان دغه هېواد ته داخل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو