په نایجیریا کې له پوځي کودتا شاوخوا دوه میاشتې وروسته، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له دغه هېواده خپل ځواکونه باسي.
په پام کې ده چې ۱۵۰۰ فرانسوي عسکر د روان کال تر پایه له لویدیځې افریقا څخه ووځي.
رویټرز راپور ورکړی چې د فرانسې دا ګام په نایجیریا کې د پوځي حکومت په غوښتنه او ددغه هیواد د شتون په وړاندې د څو لاریونونو وروسته کیږي.
فرانسه او لویدیځ ملګري یې اندېښمن دي چې روسیه په دغه هیواد کې د خپل اغېز د پراخولو پلان لري.
اوسمهال د واګنر جنګیالي د نایجیریا په ګاونډ، مالي کې پراته دي.
د فرانسې ولسمشر د یکشنبې په ورځ وویل، سره له دې چې د نایجیریا پوځي حکومت په رسمیت نه پېژني، خو له دغه هیواد سره په همغږۍ کې خپل پوځیان باسي.
مکرون وویل، د فرانسې سفیر چې د نایجیریا د پوځیانو له لوري د سفارت په انګړ کې بندي و، له دغه هېواده وتلی دی.
شنوونکي له نایجیریا څخه د فرانسوي ځواکونو وتل په خپلو پخوانیو مستعمرو کې د فرانسې د سیاسي اغېز د کمولو د بهير یوه برخه بولي.
د نایجيریا له ګاونډیو هیوادونو مالي او بورکینافاسو څخه هم ددې هیواد پوځيان ایستل شوي دي.
د زمري د پنځمې نیټې له پوځي کودتا وروسته لاریون کوونکو په پرله پسې ډول د نایجیریا په پلازمینې نیامي کې د فرانسې د پوځي اډې مخې ته راغونډ شول او له فرانسوي ځواکونو یې وغوښتل چې له دغه هیواده ووځي.
په دغه لاریون کې د روسیې بیرغ هم لیدل شوی و.
د واګنر ملیشو پخوانی قوماندان یوګیني پریګوژین، چې د روسیې له حکومت سره تړلې ملېشې دي، په افریقايي هېوادونو کې یې د فرانسې د شتون پر ضد د پوځي کودتا او اعتراضونو د څپو ملاتړ کړی و.