د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې بي سي ټلویزیون د نظرپوښتنې پر بنسټ، د ټرمپ محبوبیت د جوبایډن په پرتله ۵۲ سلنه ډیر دی، چې له نوموړي څخه د ناخوښي کچه یې په نظرپوښتنه کې ۴۲ سلنې ته راټیټه شوې.
له بایډن څخه ناخوښۍ د اقتصاد، د کډوالۍ چارو موضوع او د هغه د ډیر عمر له امله راپورته شوې ده.
واشنګټن پوسټ وايي چې د دوی نظرپوښتنه د نورو رسنیو له هغې سره خورا توپیر لري، په هغې سروې کې چې د عامه ملاتړ په برخه کې شوې، د بایډن او ټرمپ ترمنځ توپیر په منځنۍ کچه له دوه سلنې څخه لږ دی.
ښايي دا سروې د اوس لپاره یوه استثناء وګڼل شي.
که څه هم تر اوسه د جمهوري غوښتونکو ګوند داخلي ټاکنې د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د وروستي نوماند د ټاکلو لپاره نه دي شوې، خو تمه ده چې ډونالډ ټرمپ به یو ځل بیا د دغه ګوند نوماند وي چې له جوبایډن سره سیالي وکړي.
که څه هم ټرمپ د امریکا په محکمو کې لږ تر لږه له دریو لویو قضیو سره مخامخ دی، چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو هڅې هم پکې شاملې دي، خو شاوخوا ۵۴ سلنه جمهوريت غوښتونکي د هغه ملاتړ کوي.
د واشنګټن پوسټ او اې بي سي ټلویزیون نظرپوښتنې پایلې ښیي چې د جمهوريت غوښتونکو سربېره، د ډیموکراتانو تر منځ هم د بایډن محبوبیت کم شوی دی.
له پنځو رایه ورکوونکو څخه درې ډیموکراټیک پلوه رایه ورکوونکي غوره ګڼي چې د بایډن پر ځای بل کس د جمهوريت غوښتونکو پروړاندې ودریږي.
که څه هم د وزګارتیا کچه تر څلور سلنې پورې پام وړ ټیټه شوې، خو د ورځنیو توکو د بیو لوړوالي او د تېلو د بیې لوړېدو خلک په غوسه کړي او یوازې ۲۵ سلنه کسان ددې هېواد د ولسمشر اقتصادي مدیریت مثبت ارزوي.
له هغې جملې څخه ۵۷ سلنه کسان فکر کوي چې د کار حالت ښه نه دی او د عمومي ګمارنو او د دغه هیواد اقتصادي حالت پرتله د بایډن په اړه نظرونه منفي دي.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د بایډن له واکمنیدو وروسته د دوی مالي حالت ښه دی، ۴۴ سلنه وګړو ویلي چې دوی په ډیر ښه حالت کې نه دي.
له اقتصاد سربېره، امریکا ته د لاتینې امریکا هیوادونو څخه د کډوالو پراخ راتګ او د مکسیکو او امریکا په مرکز کې د دوی راټولیدل د جو بایډن لپاره یوه مهمه سیاسي ستونزه ګرځیدلې ده.
د دې سروې پر بنسټ، شاوخوا ۶۲ سلنه ځواب ورکوونکي د امریکا په سویلي پولو کې د بایډن له چلنده ناخوښ دي.
دریمه ننګونه چې بایډن ورسره مخ دی د هغه عمر دی.
بایډن به د خپلې دویمې دورې په پیل کې ۸۲ کلن وي.
شاوخوا ۴۸ سلنه امریکایان وايي چې هغه د بلې دورې لپاره ډیر زوړ دی.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اې بي سي ټلویزیون نظرپوښتنه د سپټمبر له ۱۵ تر ۲۰ پورې د ۱۰۰۶ امریکایي لویانو ترمنځ شوې.