پاپ فرانسیس: هیوادونه دې اوکراین ته د وسلو د مرستې په اړه "ملنډې" نه وهي

AP ۱۴۰۲ تله ۳

د نړۍ د کاتولیکانو مشر وايي، یو شمېر هېوادونو چې اوکراین ته يې وسلې ورکولې اوس غواړي له دې کار څخه لاس واخلي.

نوموړی پرته له دې چې کوم مشخص حکومت ته اشاره وکړي، له دوی څخه وغوښتل چې په اوکراین "ملنډې" و نه وهي.

تر دې مخکې پاپ فرانسیس اوکراین ته د وسلو ورکړه يوه اخلاقي چاره بللې وه.

رویټرز راپور ورکړی چې پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ د فرانسې له مارسي ښار څخه د راستنېدو په حال کې خبریالانو ته وویل، دا چې د اوکراین د سولې په برخه کېیې هڅو پایله و نه لرله، خفه دی.

هغه ناڅاپه د وسلو د شرکتونو رول ته په اشارې سره وویل: «داسې ښکاري چې دا جګړه نه یوازې د روسیې او اوکراین د ګټو لپاره پرېکنده ده، بلکې د وسلو خرڅلاو او د وسلو سوداګري هم ده.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید د دغو کسانو له ژوند او مرګ سره لوبې ونه کړو، مونږ باید له دوی سره د دوی د ستونزو په حل کې مرسته وکړو...اوس يې ګورو چې ځینې هیوادونه په شا کیږي او نه غواړي اوکراین ته وسلې ورکړي.»

د واټیکان ویاند بیا د کاتولیکانو د مشر د څرګندونو په اړه وضاحت ورکړ او ویي ویل، «دا خبرې په دې معنا نه دي چې پاپ فرانسیس د اوکراین په جګړه کې د کوم هېواد اړخ اخلي او یا له حکومتونو غواړي، چې اوکراین ته وسلې ولېږي او یا یې و نه لېږي.»

مټئو بروني وویل: «دا څرګندونې د وسلو د صنعت د پایلو په اړه وې: پاپ غوښتل ووایي چې د وسلو پلورونکي د خپلو انتخابونو لپاره پیسې نه ورکوي، خو دا چې دا د اوکراینیانو په څېر عادي خلک دي چې بیه یې ورکوي او وژل کیږي.»

یو شمېر لویدیځ حکومتونه لکه د امریکا متحده ایالات په کور دننه له سیاسي فشار سره مخ دي چې اوکراین ته د وسلو له استولو ډډه وکړي او یا یې اندازه کمه کړي.

پاپ فرانسیس سره له دې چې د وسلو نړیواله سوداګري غندي، خو تیر کال یې اوکراین ته د وسلو مرسته له اخلاقي پلوه سمه بللې وه، ځکه چې هغه مهال یې ویلي و، «دوی د روسیې د یرغل په وړاندې له ځانه دفاع کوي.»

نور خبرونه

رادیو