ايټاليا پر جرمني د کډوالو د ملاتړ خيريه سازمانونو ته د مالي مرستو ورکړې له امله نیوکه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۳

د ایټالیا دفاع وزیر د جرمني پر هغه پلان نیوکه کړې چې د مدیترانې له لارې اروپا ته د تلونکو کډوالو د مرستې لپاره د خیریه سازمانونه ملاتړ کوي.

ګویډو کرسټو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د جرمني پلان به ایټالیا ته د کډوالو د راتګ مخنیوی ستونزمن کړي.

هغه ټینګار وکړ چې هیواد به یې له دغې لارې د کډوالو د راتګ د مخنیوي په برخه کې خپلې چارې نورې هم ګړندۍ کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې برلین په سمندري او ځمکنیو لارو کې د ملکي وګړو د ژغورلو لپاره د مالي ملاتړ پلان پلی کوي.

نوموړي رویټرز ته وویل: «موږ د ملاتړ لپاره ډیرې غوښتنې ترلاسه کړې، د غوښتنلیکونو بیاکتنه په دوو برخو کې بشپړه شوې ده.»

د کډوالو ملاتړي خیریه بنسټ «اس‌،او‌،اس، یو،منټي» په یوه بیان کې ویلي چې، د جرمني له حکومت څخه به شاوخوا ۷۹۰ زره یورو ترلاسه کړي.

د ایټالیا دفاع وزیر همداراز وايي چې د جرمني«دا ګام "ډیر جدي" دی او "برلین داسې څرګندوي چې نه پوهیږي په دې کار سره ایټالیا ته ستونزې جوړوي.»

دغه ايټاليوي چارواکی وايي، د ايټاليا حکومت د انساني قاچاق وړونکو پر وړاندې مبارزې ته ژمن دی او له انساني قاچاق وړونکو سره بايد د "نړيوالو مجرمينو" په توګه چلند وشي.

له دې سره، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په سمندر کې د ډوبېدو څخه د کډوالو ژغورل يې «قانوني، بشري او اخلاقي دنده» ده.

د وروستیو شمېرو له مخې، سږ کال تر ۱۳۲ زره ډېر کډوال د کښتیو له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي.

ایټالیا چې د "ناقانونه" کډوالۍ په وړاندې سخت دریځ لري، روانه اونۍ اعلان وکړ چې د پناه غوښتونکو د ساتلو لپاره به د بندخونو شمېر زیات کړي او د دوی د ساتلو موده به هم وغځوي.

د ایټالیا حکومت دا حکم هم کړی چې پناه غوښتونکي بایدد پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو تر څیړلو پورې دغه هیواد ته شاوخوا پنځه زره ډالر ورکړي چې و نه نیول شي.

د ايټاليا د حکومت په دغه نوې پرېکړه د بشري حقونو ډلو سختې نيوکې وکړې.

نور خبرونه

رادیو