اروپايي چارواکی: کډوالي کولای شي، اروپايي ټولنه له منځه یوسي

AP ۱۴۰۲ تله ۱

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مسوول ویلي، چې کډوالي د دغې ټولنې د غړیو تر منځ ژور کلتوري توپيرونه او د يوې ګډې تګلارې نشتوالی، د اروپايي ټولنې د منحلېدو لامل کېدای شي.

جوزپ بورل وویل، روسیه به هڅه وکړي چې په اروپا کې د کډوالۍ کچه زیاته کړي.

ښاغلي بورل په هغه مرکه کې چې د جمعې په ورځ په ګارډین ورځپاڼه کې خپره شوه دا ادعا رد کړه، چې ګواکې د اوکراین جګړه به په اروپا کې د کډوالۍ کړکېچ لاپسې زیات کړي.

نوموړي کډوالي په ځینو هېوادونو کې د جګړې او بې وزلۍ له امله د لسیزو اوږده ستونزه ګڼلې ده.

په دغې مرکه کې جوزپ بورل د اوکراین د جګړې او په اروپا کې د کډوالۍ د کړکېچ په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي بورل له اروپايي هېوادونو وغوښتل، چې له یو بل سره په دفاعي برخو کې لا زیاته همکاري وکړي.

نوموړي له دغو هېوادونو، اوکراین ته د وسلو د استولو په اړه د چټکې پرېکړې غوښتنه وکړه.

دغه جګپوړي اروپايي ډيپلوماټ د روسیې پر وړاندې د اوکراين له ځوابي بريد دفاع وکړه او ويې ويل، په داسې حالت کې چې د دغه هېواد د خاورې يو پر درېيمو برخو کې ماینونه اېښودل شوي، که اوکراين په بشپړ ډول ځوابي بريد کړی وای دا د "ځانمرګي" برید په مانا و.

په وروستیو ورځو کې اېټالیا ته د زرګونو نویو کډوالو له ورتګ وروسته په اروپا کې د کډوالو د کنټرول په اړه اندېښنو یو ځل بیا پام ځانته اړولی دی.

د اېټالیا د ښي اړخې لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني، چې د کډوالو د مخنیوي په اړه د بحث وړ څرګندونو له امله واک ته ورسیده، تر هغه وروسته چې یوولس زره کډوال ددغه هېواد یوه ټاپو ته ورسیدل وویل، اجازه به ورنه کړي چې هېواد یې د "اروپایي کډوالو په پنډغالي بدل شي.

له دې سره، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر ګارډین ته ویلي چې، په اروپا کې ملتپالنه مخ په زیاتېدو ده.

هغه زیاته کړه چې په اروپا کې د ملتپالنې وده د کډوالۍ له پدیدې سره د اروپا د بدبینۍ پرتله ډېر تړاو لري.

جوزپ بورل د کډوالي د اروپا لپاره یو "تناقض" بللی، ځکه چې د دغه لوړ پوړي اروپایی ډیپلوماټ په خبره، دغه سیمه کډوالو ته اړتیا لري او د اروپایي هېوادونو د نفوس وده ډیره کمه ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر زیاته کړه: "که موږ غواړو د کارګرۍ له نظره ژوندي پاتې شو، کډوالو ته اړتیا لرو."

نور خبرونه

رادیو