اېټاليا له پناه غوښتونکو غوښتي، چې څه باندې پنځه زره ډالره ورکړي که نه نيول کېږي

AP ۱۴۰۲ تله ۱

د اېټاليا حکومت په دغه هېواد کې له پناه غوښتونکو وغوښتل، د خپلو دوسیو تر څېړل کېدو پورې دې څه باندې پنځه زره ډالره ورکړي چې و نه نیول شي.

دغه هېواد غواړي، د پناه غوښتونکو د توقیف موده له درېیو میاشتو ۱۸ میاشتو ته وغځوي.

اوس‌مهال هغه پناه غوښتونکي چې په اېټاليا کې يې د پناه غوښتنه کړې، کولای شي په دغه هېواد کې د خپلې پناه غوښتنې د دوسیې تر څېړلو پورې په دغه هېواد کې پاتې شي؛ خو د حکومت په نوي فرمان کې بايد د نيول کېدو د مخنيوي لپاره د وثیقې په توګه دغه اندازه پیسې ورکړل شي.

په دغه فرمان کې ټاکل شوې پیسې د پنځه زره او ۲۵۹ امریکايي ډالرو معادل دي.

دغه نوی فرمان د بشري حقونو ډلو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

په اېټالیا کې د کډوالو د حقوقي مطالعاتو د ټولنې غړې انا برامبېلا رویټرز ته وویل: "دوی د کډوالو د نیولو د عادي کولو په لټه کې دي؛ خو دا ستونزمنه ده، چې وګوري دوی دا کار څنګه کولی شي."

د اېټاليا لومړۍ وزیرې جورجيا مېلوني چې د نويو کډوالو له زياتوالي سره مخامخ ده اعلان یې وکړ، هغه به په ټول هېواد کې د زندانونو شمېر زيات کړي چې د پناه غوښتونکو د احتمالي بېرته ستنېدو څخه مخکې دغلته وساتل شي.

دمګړۍ په اېټالیا کې د کډوالو د راستنېدو ۱۰ مرکزونه شته، چې اوس یې ظرفیت یوازې ۶۱۹ تنه دی.

مېرمن مېلوني ویلي، چې هغه غواړي د دوی ظرفیت لږ تر لږه دوه چنده زیات شي او د هېواد په هرو شلو سیمو کې یو مرکز جوړ کړي.

د شمېرو له مخې د پناه غوښتونکو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

وروستۍ شمېرې ښیي، چې سږ کال ۱۳۲ زره او ۸۶۷ پناه غوښتونکي د کښتیو له لارې اېټالیا ته رسېدلي دي.

که څه هم اېټالیا خپلو اصلي هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو هوکړه نه لري، په دې مانا چې دوی نه شي کولی ان که وغواړي هم بېرته کډوال وباسي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې لږ تر لږه درې زره او ۹۱۶ کډوال د دغه هېواد له پلازمینې روم ښار څخه اېستل شوي دي.

اېټالوي چارواکو ویلي، چې د شمالي افریقا څخه د کښتیو پر مټ د رسېدلیو ډېر خلک اقتصادي کډوال دي، چې په اروپا کې د ښه ژوند شرایط غواړي او د پناه غوښتنې وړ نه‌دي.

نور خبرونه

رادیو