د صوابۍ ولسوالۍ د ژغورنې ډلې د بیړنیو پيښو افسر رفیع الله ويلي له دغې پيښې وروسته سملاسي سیمې ته د دوی ډله رسیدلې او کار يې پيل کړی و.
پېښه پرون ناوخته اوبو ته د یوې تنکۍ پیغلې د غورځيدلو له امله د افغان ګډوالو په يوه کلي کې رامنځته شوې.
دغه پېښه د صوابۍ ولسوالۍ د افغانانو په ګدون نومې کلي کې رامنځته شوې چې له امله يې په اوبو کې ډوب شوي څلور واړه کسان مړه شوی دي.
دغه افسر وړاندې وايي دغه کسان د اوبو يوې لويې څاه ته غورځيدلي او په اوبو کې ډوب شوي وو، د دوی ژغورنکي ډلې ډوب شوي کسان په بیړه تر ځايي روغتونه رسولي خو بیا يې هم ساوې ورکړې وې.
هغه وايي، که څه هم د دوی ژغورنکي ډله «ریسکیو ۱۱۲۲» سیمې ته په بیړه رسیدلې خو بیا يې هم لویدلي کسان نه دي ژغورلي.
ښاغلی رفیع الله زیاتوي چې : «مونږ د پیښې له خبریدو سره په بیړه خپله ډله سیمې ته ولیږله خو دغه کسان په اوبو کې ډوب شوي و او ژر مړه شوي نو موږ خپله خواري وکړه او کسان مو ورته له اوبو را ویستل دا به د خدای پاک خوښه وه چې ژوند يې ترې واخیست.»
افسر رفیع الله وايي په دغو کسانو کې يو تن يې د دوی له ور رسیدو سره مړژواندی و خو د دوی له هڅو سره، سره يې د روغتون پر لاره ساه ورکړه.
د سیمې اوسیدونکي افغانان وايي پيښه د یوې وړې پیغلې نجلۍ څاه ته د غورځيدو له امله رامنځته شوې، صدیق الله د دغه کلي اوسیدونکی دی هغه وايي: «اول یوه وړه پیغلوټې څاه ته وغورځيدله، ورپسې یوه بل تن د هغې د ژغورلو هڅه وکړه او ځان يې پسې وغورځاوه، هغه چې ورک شو بل پسې ځان واچاوه او په هغه پسې بل ځان واچاوه چې څلور سره مړه شول.»
په پیښه کې د څوارلس کلنې مرضیې په ګډون څلور تنه مړه شوي چې دوه يې ځوانان او يو د پوخ عمر سړی و.
په اوبو کې د مرضیې د ژغورلو په هڅو کې د مړو شمېر څلورو تنو ته لوړ شو.