د ناورې د کډوالو شورا د عدالت غوښتنې د برخې مشرې د افغانستان د بشري ناورین په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې اوسنی بشري ناورین د افغانستان د سیاسي بې ثباتۍ له امله رامنځته شوی دی.
این بي سي خبري شبکه په خپل یوه خبر کې وايي، چې د ناروې د کډوالو د شورا د عدالت غوښتنې د برخې مشرې بکي روبي دغه څرګندونې د امریکا د سولې په انسټیټیوټ کې کړې دي.
نوموړې زیاتوي، چې پر افغانستان د طالبانو د تېرې دوه کلنې دورې پر مهال په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته شوی او هم د دغې ډلې له خوا پر ښځو بې شمېره بندیزونه لګېدلي دي.
روبي وايي، چې افغانستان یوې هر اړخیزې او اوږدمهالې حل لارې ته اړتیا لري او د دغه هېواد ستونزې یوازې د بشري مرستو په زیاتېدو د حل وړ نه دي.
هغې وویل: “ په افغانستان کې پراخ اقتصادي ثبات او پراختیايي مرستو ته شدیده اړتیا لیدل کیږي”.
د روبي په خبره، په افغانستان کې د اقتصادي بنسټونو کمزوري کېدل، د بانکي سکتور خرابېدل، د نړۍوالو مرستو کمېدل او پر دغه هېواد د لا زیاتو بندیزونو لګېدل د دې سبب شوي، چې د افغانانو ستونزې څو چنده زیاتې شي.
نوموړې زیاته کړه:” که څه هم نړۍواله ټولنه د بشري مرستو په برخه کې خپلې هڅې کوي، خو طالبان خپله سخت دریځې پالیسي لا هم عملي کوي”.
د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د بشري ناورین خبره په داسې مهال کوي، چې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته ګڼو نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدا اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو طالبانو بیا په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدا مساله یوازې د نړۍوالو سازمانونو تبلیغات ګڼلي او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان له بل هر وخت څخه روڼ اقتصادي پرمخګ کړی دی.
له دې وړاندې په افغانستان کې ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې(اوچا) هم اندېښنه ښودلې وه، که چېرې له افغانستان سره بشري مرستې ونه شي، لرې نه ده چې په دغه هېواد کې یو ګواښوونکی بشري ناورین رامنځته شي.