اسفندیار ولي خان د کاسي وژل کېدل د «زیاتېدونکې ترهګرۍ او توندلارۍ» دوام بولي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۹

د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان په بلوچستان کې د دغه ګوند د یوه مشر ارباب غلام کاسي وژل کېدل د «ترهګرۍ او توندلارۍ» د زیاتېدونکو پېښو دوام بولي.

د ارباب غلام کاسي مړی د سې شنبې په ورځ کوټې ښار ته څېرمه په کچلاغ کې وموندل شو.

د ګوند مشر اسفند یار ولي خان اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي: «په پښتونخوا او بلوچستان کې ترهګریزې پېښې جدي نه ګنل کېږي، خو د ګوندي غړو او مشرانو په نښه کېدل سخت حالات ښيي.»

ښاغلي ولي خان له حکومت غوښتنه کړې چې د ارباب غلام کاسي د وژنې پلټنه وکړي او عاملان یې ونیسي.

د راپورونو له مخې، د کچلاغ پولیسو د ارباب غلام کاسي مړی پرون په دغه سیمه کې موندلی دی.

ځايي پولیس وايي، نوموړی یو ډز سرته ویشتل شوی وو.

عوامي نشنل ګوند دارباب غلام کاسي په وژل کېدو پسې د چارشنبې په ورځ په کوټه کې ګڼ ګونديزه غونډه جوړه کړه، چې د بلوچستان په کچه مختلفو ګوندونو پکې ګډون درلود.

لا هم د ښاغلي کاسي د وژلو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تېره اونۍ په بلوچستان کې د جمعیت علمای اسلام صوبايي مشر حافظ احمد پر موټر چاودنه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو