ټولیز امنیت تړون له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییز عملیات وکړل

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۵

د ټولیز امنیت تړون غړي هېوادونه چې ځینې یې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره سیمه ییز عملیات وکړل.

په دغو عملياتو کې څه دپاسه ٨٩٧ کيلوګرامه نشه يي توکي او نشه يي درمل د دغه سازمان په غړو هېوادونو کې کشف او ضبط شول.

د ټولیز امنیت تړون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې د دې عملیاتو یو هدف د مخدره موادو د نړیوالو قاچاقي ډلو ځپل وو.

دوی د جمعې په ورځ- د وږي په ٢٤مه - په خبرپاڼه کې ویلی، دغه عمليات د امنيتي ارګانونو، د سرحدي او ګمرکي مسوولانو او د چين او ايران د څارونکو په شتون کې ترسره شول.

ارمنستان، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ټولیز امنیت تړون غړي دي. دغو هېوادونو تېر کال افغانستان ته څېرمه څو پوځي تمرينونه هم کړي وو.

د ټولیز امنیت تړون په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سیمه کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په عملیاتو کې ۳۹۹ تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي، چې له دې ډلې ۴۴ تنه یې مخکې هم څارل کېدل.

همداراز ۴۸ میله سپکې او درنې وسلې او څه باندې ۲۸ زره مختلف مهمات نیول شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د ټولیز امنیت تړون له ۱۲ زرو څخه زیاتو ځواکونو برخه اخیستې وه.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر د یکشنبې په ورځ (د وږۍ ۱۹مه) اعلان وکړ، چې په افغانستان او سیمه کې د شیشې یا میتامفتامین په نوم نشه يي موادو قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د نشه يي توکو د تولید پرضد طالبانو د مشر له حکم وروسته د کوکنارو تولید کم خو د شیشې قاچاق او تولید زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د نړۍ په ۱۶ هېوادونو کې د افغانستان د شیشې بیلګې موندل شوې دي.

نور خبرونه

رادیو