سرچېنې:په خیبر پښتونخوا کې د سرحدي ځواکونو پر موټر چاودنې نهه تنو ته مرګژوبله اړولې

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۰

چاودنه د دوشنبې په ورځ د (وږي۲۰مه) د خیبر پښتونخوا د پیښور ښار په څنډه کې د پاکستان د سرحدي عسکرو پر موټر شوې چې له امله یې د ایف سي یو عسکر وژل شوی او اته تنه ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، په ټپیانو کې پنځه تنه د ایف سي عسکر او درې ملکي وګړي دي.

د پیښي قربانیان په پیښور کې یوه ځایي روغتون ته لیږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.

په ټپيآنو کې د درې تنوروغتیايي حالت د نازک ښودل شوی.

د یوبل خبر له مخې د یاد ایالت د لنډي کوتل په سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر ته خپل لاسي بم ور چاودلی.

د پیښې مسوولیت لا چا نه دی منلی

امنیتي سرچیني وايي، یو ځانمرګی بریدګر تیره شپه د لنډي کوتل د سلطان خیلو په کلي کې د خپل لاسي بم چاودنې له امله وژل شوی دی. د لا زیاتو پلټنو لپاره سیمه د ځایي امنیتي ځواکونو تر سخت څار لاندې ده.

په دې ورستیو کي په خیبرپښتونخوا ایالت کې ترهګریزي پيښې خورا ډیرې شوې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تېره اګسټ میاشت کې د یاد ایالت په لنډي کوتل سیمه کې دوه ځانمرګي بریدونه شوي چې په پایله کې یېڅلور پاکستاني نظامیان وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي

نور خبرونه

رادیو