د کډوالۍ روانې څپې ته د طالبانو غبرګون: "ځوانانو لطفاً په خپل وطن کې پاتې شئ"

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۹

د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري د خلکو د ډله ییزې کډوالۍ په اړه په تازه غبرګون کې له لوستو ځوانانو وغوښتل چې "په هېواد کې پاتې شي او خدمت وکړي."

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو حکومت به د باسواده ځوانانو لپاره په عصري او دیني برخو کې د کار زمینه برابره کړي.

د طالبانو د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني مرستیال دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ(د وږي ۱۹مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د ملي تلویزیون له خوا خپرې شوې دي.

د اروپايي ټولنې د مهاجرت دفتر د شمېرو له مخې؛ افغانان وروسته له سوریې څخه په ۲۰۲۲ کال کې په اروپايي ټولنه کې د کډوالو دویم لوی نفوس دی.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم اعلان وکړ، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د شاوخوا ۱۰۸ میلیونو بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه نېږدې ۵،۷ میلیونه یې افغانان دي.

په دې وروستیو کې په کابل او هرات کې د پاسپورت غوښتونکو د اوږدو کتارونو ویډیوګانې او تصویرونه خپارل شول، دغه پاسپورت اخیستونکي معمولاً اروپايي هېوادونو ته د کډوالۍ او یا په ایران او د سیمې په نورو هېوادونو کې د کار کولو لپاره پاسپورتونه اخلي.

که څه هم طالبانو واک ته له رسېدا دوه کاله وروسته خلکو ته د کار پر پېدا کولو ټینګار کړی؛ خو بشري مرستو ته د افغانانو د اړتیا او د بې وزلۍ د زیاتوالي په اړه د نړۍوالو سازمانونو په احصایو کې کوم بدلون نه دی راغلی.

څه موده وړاندې د مهاجرت نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې اویا سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او بېکاره دي.

د بېکارۍ زیاتوالی، بې وزلي او د ښځو پر د زده کړو او کار بندیز د هغو عواملو د لېست په سر کې دي چې د لسګونو زرو خلکو د مهاجرت لامل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو