د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کاپیسا، خوست، غزني او تخار ولایتونو کې یې ۱۱ کسانو ته، چې ښځې هم پکې شاملې دي، د «اخلاقي فساد، نامشروع اړیکو، غلا او د کور پرېښودو» په تور د بند او دُرو وهلو سزاوې ورکړې دي. دغه سزاوې د خلکو پر وړاندې عملي شوې دي.
د طالبانو د سترې محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، پر پنځو کسانو، چې دوه ښځې هم پکې شاملې دي، د «نامشروع اړیکو او لواطت» په تور د تعزیري سزا حکم عملي شوی دی.
محکمې یاد کسان له شپږو میاشتو تر یو نیم کال تنفیذي بند او ۳۹ ـ ۳۹ دُرو سزا باندې محکوم کړي وو، چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته د چارشنبې په ورځ(د تلې په ۱۶مه) تطبیق شوه.
د سزا د تطبیق پر مهال د محکمې رییس، قضايي غړو، سیمهییزو چارواکو او ولسي وګړو حضور درلود.
همدا ډول، په خوست ولایت کې د باک ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې، پر دوو کسانو د غلا په تور او پر یوه بل د «اخلاقي فساد» په تور تعزیري سزا عملي شوې ده.
د محکمې د خبر له مخې، یاد کسان په یو کال تنفیذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرو محکوم شوي وو، چې دا حکم د سترې محکمې تر تایید وروسته د عامو خلکو پر وړاندې پلی شو.
بل پلو، په غزني ولایت کې هم د ګیلان ولسوالۍ ابتدایه محکمې د یوې قضیې په تړاو، یو کس د «اخلاقي فساد» په جرم په یو کال بند او ۲۵ دُرو سزا محکوم او حکم عملي شوی دی.
د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په تخار ولایت کې بیا د ښار ابتدایه محکمې پر دوو کسانو، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د «کور پرېښودو» په تور د ۳۹ ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا تطبیق کړې ده.