

طالبانو په هرات کې د دویمې پرلهپسې شپې لپاره د انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي
د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکو د سېشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی بېګاه شپه وایفای انټرنېټ ته لاسرسی نه لاره. دوی وايي، چې د شپې له لسو بجو وروسته طالبانو د انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.