د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکو د سېشنبې په شپه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دوی بېګاه شپه وایفای انټرنېټ ته لاسرسی نه لاره. دوی وايي، چې د شپې له لسو بجو وروسته طالبانو د انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.
په ورته وخت کې په هرات کې د انټرنېټي خدمتونو یوه وړاندې کوونکي شرکت کې یوې سرچینې ویلي، چې طالبانو له کوم دلیل پرته په لنډمهالي ډول د انټرنېټ د بندېدو امر کړی دی. طالبانو په هرات کې د انټرنېټ وړاندې کوونکو شرکتونو ته د دغه امر د نه پلي کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
افغانستان انټرنشنل ته د هرات یوه اوسېدونکي په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې په هرات کې یوازې د سلام مخابراتي شرکت د انټرنېټ خدمتونه کار کوي. خو طالبانو بیا تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
طالبانو وړمه شپه هم په هرات کې د ۱۲ ساعتونو لپاره د انټرنېټ ټول خدمتونه بند کړي و.
په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو امر کړی، چې د دغه امر پلي کېدو لړۍ لومړی له بلخ ولایت څخه پیل او بیا ۱۳ ولایتونو ته وغځېده.
د راپورونو پربنسټ؛ د نوري فایبر انټرنېټي خدمتونه پنځه ورځې وړاندې په هرات کې بند شوي دي. طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخنیوي لپاره د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده؛ خو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
که څه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو په اړه به د طالبانو د مشر امر په ټولو ولایتونو کې پلی شي؛ خو ځینو هېوادوالو بیا له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د طالبانو دغه اقدام دوی له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي.