پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

د نوري فایبر له بندېدو سره له ۶ ورځو راهیسې په درېیو سوېلي ولایتونو کې بانکونه فلج شوي

۶ ورځې مخکې

د افغانستان انټرنشنل-پښتو سرچینې وایي، په هېواد کې د طالبانو د مشر په امر د نوري فایبر انټرنېټ په بندېدو سره له ګمرکونو او دولتي بانکونو سربېره، سوداګریز خصوصي بانکونه له ستونزو سره مخ شوي او تازه د هېواد په درېیو سوېلي ولایتونو کې بانکونه فلج شوي او هېڅ راکړه ورکړه نه لري.

د سرچینو په خبره، په ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو کې د ټولو بانکونو په استازولیو کې پیسې خلاصې او بانکي سیسټم په ټپه درېدلی دی.

تېره اوونۍ د طالبانو د مشر په امر کې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند شو او د سرچینو په وینا، هبت الله اخوندزاده پرېکړه کړې چې په ټول هېواد کې د نوري فایبر یا کېبلي انټرنېټ بند کړي.

بانکونه او ګمرکونه د نوري فایبر په څېر چټک انټرنېټ ته اړتیا لري او د همدې ستونزې د حل په موخه نن (دوشنبه د وږي ۳۱مه) د کندهار ولایت د خصوصي سوداګریزو بانکونو رییسان د افغانستان بانک له رييس سره یو ځای د کندهار والي ملا شیرین ته چې هبت الله اخوندزاده ته له نږدې کسانو ګڼل کېږي ورغلي او ورسره یې د بانکونو د بشپړ فلج کېدو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، دوی له ملاشیرین څخه غوښتي چې د نوري فایبر له انټرنېټ څخه د ګټې اخیستنې اجازه ورکړي، ځکه له دغه انټرنېټ پرته ټول سوداګریز بهیر درېږي. د دوی په وینا، په ارزګان، زابل او هلمند ولایتونو کې د ټولو بانکونو په استازولیو کې پیسې خلاصې او بانکي سیسټم په ټپه درېدلی دی.

ملا شیرین هبت الله اخوندزاده ته نږدې کس

سرچینه زیاتوي: «له تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې په هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې په ټولو بانکونو کې د پیسو د نشتوالي له امله هېڅ پیسې نه دي را اېستل شوي او بانکي راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.»

د سرچینې په وینا، د کندهار والي په دې کتنه کې د بانکونو له لوري د پاینټ ټو پاینټ د انټرنېټ د کارونې اجازه ورکړې، خو یادو ريیسانو ورته ویلي چې دغه انټرنېټ د بانکي چارو لپاره کافي نه دی او دوی نه شي کولی په دې انټرنېټ سره خپلې بانکې چارې پر مخ یوسي.

په کندهار کې د خصوصي بانکونو ريیسانو همداراز خبرداری ورکړی، چې په پاتې بانکونو کې به هم په نږدې ورځو کې پاتې پیسې هم خلاصې شي او په دې سره به په سوېل زون کې په بشپړ ډول بانکونه فلج شي.

د افغانستان بانک سرورونه له دوبۍ او دوبۍ بیا له نړۍوال بانک سره وصل دي.

د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په شفاهي امر د تېرې سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) په لومړي ځل په بلخ او بیا ورپسې په کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ بند شو او دغه چاره په ډېریو نورو ولایتونو کې هم عملي شوه.

د طالبانو د کابینې یو شمېر غړي هم د نوري فایبر شبکې د پرې کېدو په غبرګون کې تېره اوونۍ کندهار ته تللي وو، څو ملا هبت الله قانع کړي چې دغه بندیز یې ناوړه پایلې لري، خو بېرته نهیلې او تش لاس کابل ته ګرځېدلي دي.

هبت الله اخوندزاده د طالبانو د کابینې یادو غړو ته په ښکاره ټکو ویلي، چې دی د انټرنېټ د «بندیز په تړاو هېڅ ډول دلیل نه مني» او باید دغه حکم یې په جدي توګه ژر تر ژره عملي شي.

په افغانستان کې انټرنېټ له درېیو سرچینو ترلاسه کېږي، لومړی یې نوري فایبر (کېبلي انټرنېټ) چې لوړ سرعت لري او له هېواد څخه بهر له اوو ځایونو افغانستان ته وصل شوی او دغه انټرنېټ بانکونو، ګمرکونو، دولتي ادارو او لویو دفترونو ته ضروري ګڼل کېږي، ځکه نور عادي انټرنېټ یې ستونزې نه شي حلولی.

دویم یې د سیم‌ کارټونو په وسیله انټرنېټ دی، چې د افغانستان د پنځو مخابراتي شبکو له لارې یې خدمات وړاندې کېږي، چې د عامو خلکو لپاره کارول کېږي، خو سرعت یې نسبتا ټیټ او بیه یې لوړه ده.

او درېیم یې بیا د سټلایټ انټرنېټ چې د سپوږمکۍ له لارې د دېش په وسیله کارول کېږي او زیاتره د هغو غرنیو سیمو اوسېدونکي یې کاروي، چې هلته نه نوري فایبر شته او نه هم د شبکو اسانتیاوې.

د هبت الله اخوندزاده دغې پرېکړې ګڼ کورني او نړۍوال غبرګونونه هم راوپارول او ډېریو یې وویل، چې هبت الله د نجونو پر زده کړو د بندیز په څېر د چټک انټرنېټ په بندولو سره غواړي افغانستان لا پسې منزوي کړي.

ځينو نورو بیا په ډاګه وویل، د نوري فایبر انټرنېټ بندول یوازې تخنیکي محدودیت نه دی، بلکې دا د خلکو پر تعلیم، اقتصاد او د بیان پر ازادۍ مستقیم برید دی او یو شمېر نورو بیا په روښانه ټکو څرګنده کړه، چې په دغه ډول چارو سره افغانستان د شمالي کوریا په څېر پر یوه هېواد بدلېدونکی دی.

نور خبرونه

رادیو