په هرات کې سرچینې وايي چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ددغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د وینا پرمهال محصلانو ته سپارښتنه وکړه چې ځېرک ټیلیفونونه ونه کاروي. ندیم ویلي، چې «موږ درې اصلي دښمنان لرو چې کافران، منافقان او ګرځند ټیلیفونونو والا دي».
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم پرون هرات ته سفر وکړ او نن سې شنبه یې په ولایتي دولتي پوهنتون کې وینا وکړه.
د سرچینو په وینا، ندیم په خپله وینا کې وویل چې «موږ درې اصلي دښمنان لرو چې"کافران، منافقان او ګرځند ټلیفونونو والا دي.
هغه سپارښتنه وکړه، چې استادان او محصلان باید نور ځېرک ټیلیفونونه ونه کاروي ځکه د هغه په اند، دا وسیله د "فساد او بد اخلاقۍ" سرچینه ده او باید له منځه یووړل شي.
افغانستان انټرنشنل نن سهار یو راپور ترلاسه کړ ،چې یو شمیر محصلان په زوره هغه تالار ته وړل شوي چیرې چې د لوړو زده کړو وزیر وینا کوله.
په تیرو دوو اونیو کې، طالبانو د افغانستان په څه باندې ۱۲ ولایتونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی دی او ویلي یې دي چې دا پروسه د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر پلي کیږي.