طالبانو د سرپل ولایت ۱۸زره ټنه تېل پلورلي دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د سرپل ولایت د قشقري له ساحې څخه یې ۱۸زره ټنه استخراج شوي تېل د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۶مه) د داوطلبۍ له لارې پلورلي دي. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یاد مقدار تېل نږدې د ۱۰ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو ارزښت پلورل شوي دي.

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت د ویب‌ پاڼې په له مخې، دغه ۱۸ زره ټنه تېل یوې کورنۍ کمپنۍ باندې خرڅ شوي دي.

دغه وزارت د لیندۍ په ۷مه هم اعلان کړی و چې د «انګوت» په نوم له سیمې، چې د آمو سیند د حوزې برخه ده، لس زره ټنه استخراج شوي خام تېل یې د ۴ اعشاریه ۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت خرڅ کړي دي.

د آمو سیند حوزه د افغانستان د شمال د تېلو او ګازو له سترو زیرمو څخه شمېرل کېږي او د نړۍوالو بنسټونو د ارزونو له مخې، په دې حوزه کې شاوخوا ۹۶۲ مېلیونه بېرله خام تېل او نږدې ۵۲ ټرېلیونه فټه مکعب طبیعي ګاز د ایستلو وړ زېرمې موجودې دي.

نور خبرونه

رادیو