طالبان وایي، کونړ کې د زلزله‌ځپلو کورونو جوړونې کیفیت او خوندیتوب په پام کې نیول شوی

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو کور او ښار جوړولو وزارت وایي د ښاري سرغړونو د مخنیوي د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زلزله‌ځپلو ۵۰ کورونو د رغونې چارې یې څارلي، ترڅو ودانیزې چارې په بشپړ ډول تخنیکي معیارونو، کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ته په پام سره ترسره شي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست په لارښوونه یې تازه اقدامات ترسره کړي چې د زلزله‌ځپلو کورونو د رغونې پروسه د پلان سره سم پر مخ ولاړه شي.

په خپرپاڼه کې راغلي، د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست رییس مولوي عبدالمنان حقاني وویل: «زموږ ټیم د کونړ ولایت په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د ۵۰ استوګنیزو کورونو جوړونې چارې وڅارلې. د دې څارنې موخه دا ده چې بنسټونه، دېوالونه، کانکریټي کارونه، د ودانیزو موادو کیفیت او د کارګرانو خوندیتوب ټول اړخونه د معیار سره سم وي».

هغه زیاته کړې چې د پروژې ډېری برخې د پلان سره سم پر مخ روانې دي، خو ځینې تخنیکي نیمګړتیاوې هم شته چې د حل لپاره یې سمدستي سپارښتنې ورکړل شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کورونو جوړونه هغو کورنیو لپاره کېږي چې د وروستیو زلزلو له امله یې خپل استوګن ځایونه له لاسه ورکړي دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د پروژې هدف دا دی چې خلک په باکیفیته او دوامداره کورونو کې ژوند پیل کړي، او ټولې ودانیزې چارې باید د تخنیکي اصولو مطابق وي.

نور خبرونه

رادیو