قزاقستان د حیرتان له لارې د اوسپنې پټلۍ له خپلې مرکزي پټلۍ سره ونښلوي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو بلخ والي یوسف وفا د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي پرکین توکوموف په مشرۍ پلاوي سره د اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو ترانسپورتي دهلیزونو په تړاو خبرې کړې دي.

طالبانو د نوموړي له قوله ویلي، «استانه د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ د قزاقستان له مرکزي شبکې سره نښلوي».

د طالبانو د بلخ والي رسنیز دفتر نن یکشنبه، د لیندۍ ۱۶مه د یوسف وفا له قوله وویل، چې له قزاقستان سره به د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګډه ګټه تمامه شي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي پرکین توکوموف له قوله ویل شوي، چې نوموړي په دې کتنه کې ویلي، «بلخ ولايت د قزاقستان لپاره په سوداګرۍ، پانګونې او بشري همکاریو کې یو مهم ستراتیژیک ځای لري او هڅه کوو خپلې بشري او اقتصادي مرستې لا پراخې کړو».

توکوموف ویلي، چې قزاقستان غواړي د حیرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ لاره د قزاقستان د اوسپنې پټلۍ له شبکې سره ونښلوي چې د سیمې د ترانسپورټ او سوداګرۍ دهلیزونه نور هم اسانه او چټک شي.

همدارنګه هغه د مجهزو روغتونونو او ښوونځیو د جوړولو ژمنه کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري او ټولنیزو پروژو د پراختیا لپاره هڅې کوي.

دا کتنه داسې مهال کېږي، چې د روان کال د لړم ۷مه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین په افغان ـ قزاق فورم کې د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی و او ویلي و، چې د تېر کال په پر تله سږکال له قزاقستان نه افغانستان ته صادرات څو برابره ډېر شوي دي.

نوموړي ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۵۴۵،۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت سواګري شوې او د ۲۰۲۵ کال د جنوري او او اګسټ ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۳۵،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو