تېره ورځ له ۳زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه له ایران او پاکستان نه اېستل شوي

۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۱۳۴ افغان کډوال لارو له پاکستان او ایران نه په جبري افغانستان ور ستانه کړای شوي دي. کمېسیون ویلي، دغه کډوالو سره مالي او خدماتي مرستې شوي او خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کمېسیون په راپور کې راغلي، د شنبې په ورځ کندهار ته د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ، چې شمېر یې ۲۱۸۳ تنه و راستانه شوي. همدا ډول، ننګرهار ته د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ، چې ۵۵۱ تنه وو، بایومیټریک شوي، او هرات ته له اسلام کلا ۱۴ کورنۍ، ۵۷ تنه وو، هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، په نیمروز کې د ورېښمو لار له لارې ۵۴ کورنۍ، ۲۳۴ تنه، او همداراز ۸۲۳ مسافر هېواد ته راستنه شوي، او هلمند ته د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ، ۱۰۹ تنه، ستانه او ثبت شوي دي.

همدا راز ویل شوي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له خوا راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی.

د طالبانو د یاد کمېسیون په راپور کې زیاته شوې، د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لارې ټولو کورنیو ته شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ مالي مرستې وېشل شوې. سربېره پر دې، راستنو شویو کډوالو ته خوراکي توکي، اوبه، او وړیا سیمکارتونه چې انټرنېټي بستې پکې فعالې وې، هم ورکړل شوي، ترڅو د هغوی لومړنۍ اړتیاوې په اغیزمنه توګه پوره شي.

نور خبرونه

رادیو