محمود فضلي: د پاکستان د بریدونو ملاتړ کوونکې ډلې او حاکم واکمنان دواړه نیابتي جوړښتونه دي

۵ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان پوځ له بریدونو سره د ځینو افغان سیاستوالو ملاتړ او د طالبانو له‌‌خوا د ملت‌پالنې دعوې، دواړه «فریب‌کارانه روایتونه» دي. هغه وایي، د افغانستان د ستونزو ریښتینی حل یوازې د ولس ارادې کې دی، نه د پردیو په ټوپک.

فضل محمود فضلي په تازه فېسبوکي لیکنه کې ویلي چې د جګړې د تېرې جبهې دوه پخواني ویندویان په رسنیزو مرکو کې د پاکستان د پوځ له بریدونو سره «په ښکاره ډول هرکلی او ملاتړ» کړی.

د نوموړي په وینا، دغه کسان دا دریځ «په بشپړ مسولیت او د رښتیني وجدان له مخې» خپلوي.

فضلي ټینګار کړی چې له پردیو د وسلو او ځواک غوښتل د افغانستان غم ته حل لاره نه شي جوړولای.

نوموړي ویلي، هغه ډلې چې د پاکستان د پوځ ملاتړ کوي، «هویتي حربه هم کاروي»، خو د فضلي په باور، دا دواړه عناصر، یعنې هویتي جنجالونه او د پردیو په زور جګړه، په خپله د «پردیو د پلان برخه او زموږ د بربادۍ اساسي عوامل» دي.

نوموړي د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حاکمه ډله د پاکستان له ښکاره اختلافاتو ناوړه استفاده کوي او د ملت‌پالنې «کاذبه پروژه» پر مخ وړي.

هغه زیاتوي: «که دوی رښتیا هم پښیمانه وي، باید راولپېنډۍ سره خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې وغندي او د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه لرې کړي.»

هغه په څرګندو ټکو ویلي چې طالبان دا «افغان‌دوسته ګامونه» نشي اخیستی.

فضلي همداراز لیکلي چې ملتپال افغانان نه د جګنسالارانو «په هویتي انحرافاتو غولېږي» او نه د طالبانو په «کاذب تبلیغاتي کمپاین».

د چارو ادارې پخواني مشر دواړه لوري، یعنې هغه کسان چې د پاکستان له بریدونو ملاتړ کوي، او طالبان «نیابتي جوړښتونه» بللي.

فضلي لیکلي: «دوی تر منځ اختلاف پر واک دی، نه پر اصولو. که اصول وای، جنګسالاران او لبرالان به د طالب واکمنۍ ته تسلیمېدل، ځکه دا واکمنۍ د راولپېنډۍ او امریکا په ملاتړ رامنځته شوې ده».

فضلي په پای کې د حل ریښتینې لاره «ولس ته مراجعه» بللې ده او ویلي چې د افغانستان راتلونکی باید د لویې جرګې، ملي ډیالوګ، ملي اجماع یا ولسي مبارزې له لارې مشخص شي، نه د پردیو په وسله.

فضلي ټینګار کړی: «همدا زموږ یوازینۍ او رښتینې لاره ده!»

نور خبرونه

رادیو