په تاجکستان کې د افغانستان د مخکېني جمهوریت فعال سفارت پر طالبانو د اسټرالیا له تازه لګول شویو بندیزونو نه هرکلی کړی دی. یاد سفارت له نورو هېوادونو هم غوښتي چې پر کابل واکمنو باندې ورته اقدامات عملي کړي، څو د افغانانو د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسېږي.
په تاجکستان کې د مخکنېي جمهوري د فعال سفارت لهخوا خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ د اسټرالیا د حکومت د وروستي پرېکړې، چې طالبانو باندې یې هدفمند تحریمونو لګول دي، صمیمانه هرکلی کوو».
سفارت زیاتوي چې د دې بندیزونو پراخېدل او د نورو هېوادونو له خوا د اسټرالیا د اقدام تعقیب، کولای شي طالبانو ته د فشار موثره وسیله برابره کړي او هغوی دې ته اړ کړي چې د بشري حقونو سرغړونې، د ښځو د تعلیم او کار محدودیتونه، د مدني ازادیو فشار او نورې غیرانساني کړنې پای ته ورسوي.
یاد سفارت ټینګار کړی چې طالبان د نړۍ د معاصر تاریخ تر ټولو ستر ناقضین دي او د هغوی تبعیضي او انسان ضد سیاستونه د میلیونونو افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ژوند ته جدي ګواښ جوړ کړی دی.
همدا راز له نورو هیوادونو، نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو مدافعو موسسو غوښتنه کړې چې د اسټرالیا له اقدام الهام واخلي او ورته سیاستونه عملي کړي، ترڅو د مظلومو افغانانو غږ په نړیواله کچه واورېدل شي او د نړیوال فشار له لارې د موجوده وضعیت د بدلون زمینه برابره شي.

