په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورف او د طالبانو سفیر احمد شکیب په اسلاماباد کې یو له بل سره لیدلي دي. البرت خورف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵مه په اېکس کې ویلي چې په دغه لیدنه کې د امنیتي چارو او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا پر اړینو ګامونو ځانګړی بحث شوی دی.
د خورف د څرګندونو له مخې، دواړو لورو د روسیې او د طالبانو د ادارې د اوسنیو اړیکو اوسنی وضعیت وڅېړه او ټینګار یې وکړ چې باید په هغو برخو کې ګډ کار نور هم پیاوړی شي چې دواړه لورو ته ګټور دی. دغه لیدنه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا تازه په سپین بولدک کې نښته شوې ده.
مېشتو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کندهار د سپین بولدک په پوله، چې د پاکستان د چمن سیمې سره نښلیږي، جګړه شوې ده. د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له ځانګړو ستونزو سره مخ دی. پوتین پرته له دې چې د دغو ستونزو جزییات وړاندې کړي، زیاته کړې: «افغانستان څو لسیزې په کورنۍ جګړه کې تېرې کړي او دا یو ډېر دردوونکی حالت دی».

