طالبانو سل روږدي کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته وړي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نشه‌يي توکو سره د مبارزې ځواکونو یې په ۷ ولایتونو کې نږدې سل تنه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتونونو ته لېږدولي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې، ټولې ۹۹ پېژندل شوې قضیې د کندوز، پروان، بلخ، زابل، فراه، سمنګان او کاپیسا له بېلابېلو سیمو راټولې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې راټول شوي روږدي کسان د اړوند ولایتونو طبي مرکزونو ته سپارل شوي ترڅو لازمه درملنه یې وشي.

طالبان وايي چې د نشه‌يي توکو پر ضد عملیات به دوام ولري او هڅه کېږي چې د روږدو کسانو د درملنې او بیا ادغام بهیر هم لا اغېزمن شي.

نور خبرونه

رادیو