روسیې د اوکراین ۷۷ ډرون الوتکې غورځولې دي

۱۴ ساعتونه مخکې

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هوايي دفاعي ځواکونو یې د شپې۷۷ اوکرایني ډرونونه غورځولي دي. دغه ډرونونه د جنوبي او مرکزي روسیې د ۷ سیمو په فضا او د روسیې تر ولکې لاندې کریمیا کې نسکور شوي دي.

د روستوف د سیمې والي یوري سلیوسار ویلي چې په سرحدي روستوف ولایت کې د برېښنا لېږد یوه ستنه زیانمنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۵۰اوسېدونکي له برېښنا بې‌برخې شوي، خو مرګ‌ژوبله نه ده شوې.

د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۴۲ ډرونونه په ساراتوف او ۱۲ ډرونونه په روستوف سیمه کې ویجاړ شوي دي.

روسی چارواکي ډېر کم د اوکراین د هوايي بریدونو د زیان په اړه معلومات خپروي او هېڅکله پر خپلو پوځي اهدافو د هغو پر لګېدو اعتراف نه کوي.

نور خبرونه

رادیو