شاه محمود میاخېل: پاکستان د خپلو موخو لپاره د سیمې هېوادونو ته جلاجلا افراطي ډلې جوړې کړي

۱۲ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د سیمې هر هېواد ته جلا جلا افراطي ډلې جوړې کړي او د هر هېواد پر ضد ترې استفاده کوي.

شاه محمود میاخېل د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخه لپاره خپلې جوړې کړې افراطي ډلې د هماغو هېوادونو پر ضد استفاده کوي او یا هم ترې باج اخلي.

میاخېل وايي: «پاکستان لشکر طیبه د هند پر ضد، تحریک اسلامي ترکستان یې د چین پر ضد، تحریک اسلامي ازبکستان یې د ازبکستان پر ضد او همداراز جهش العدل او سپاه صحابه یې د همدې موخو لپاره جوړې کړې دي.»

هغه وايي، تر هغې چې د سیمې لپاره د پاکستان په عمومي او ستراتیژيکو پالیسیو کې ژور بدلون رانه‌شي، نو سیمه کې به د شته ستونزو لمن لاپسې پراخه شي.

شاه محمود میاخېل خبرداری ورکوي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو په سیمه کې به نیابتي او سیمه ییزو جګړو ته لا زمینه برابره او ورسره به سخت‌دریځي لاپسې تقویه شي او په پایله کې به پاکستان تر نورو ډېر تاوان وکړي.

میاخېل په دې مرکه کې پر افغان خاورې د پاکستان د تېرې شپې برید ته په اشارې ویلي، په داسې شرایطو کې د سیاسي جریانونو په ګډون د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت او مکلفیت دی، چې د پاکستان پر وړاندې ودرېږي، ځکه دا د ملي ګټو ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ مسایل دي او باید په دغه ډول مهمو مسایلو کې افغانان په یوه صف کې ودرېږي.

نوموړي همداراز څرګنده کړه، په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره مخالفت په دې معنا نه‌دی چې دوی د طالبان له حاکمیت او د حکومتولۍ له اسلوب سره موافق دي.

د شاه محمود میاخېل په باور، پاکستان غواړي چې افغانستان یو ضعیف او اسلام‌اباد پورې تړلی حکومت ولري او زیاتوي، که پاکستان په دې اړه په‌خپلو پالیسو او ستراتېژيو کې ژور بدلون رانه‌ولي نو دغه مسایل د خبرو له لارې نه‌هوارېږي او په وینا یې: «پاکستان باید د افغانستان په تړاو په خپلو پالیسیو کې ژور بدلون راولي، تر هغو چې دغه بدلون رانه‌شي دغه مسایل په نورمالو خبرو او ډيپلوماسۍ نه‌حلېږي، ځکه پاکستان غواړي په افغانستان کې پاکستان پورې تړلی حکومت وي، چې دا یوه لویه ستونزه ده، ځکه هېڅ حکومت دا نه‌شي منلی.»

نوموړی زیاتوي، که په افغانستان کې هم وضعیت همداسې دوام وکړي، نو پاکستان هڅې کوي چې افغانستان د ترهګرۍ مرکز معرفي کړي، ځکه پاکستان د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد کمېټه کې غړیتوب لري حال دا چې: «پاکستان په‌خپله د ترهګرۍ ملاتړی او جوړوونکی دی.»

شاه محمود میاخېل وايي، افغان ولس په افغانستان کې د یوه قانوني او مشروع حکومت غوښتونکی دی او په باور یې: «تر هغې چې په افغانستان کې یو قانوني او مشروع حکومت رامنځته نه‌شي، افغانستان خپلو افغانانو، سیمې او نړۍ ته ګواښ دی او که په‌کې قانوني او مشروع حکومت وي، بیا هېچاته هم ګواښ نه یو او افغانان هم کولی شي په خپلو کې په سوله کې په ګډه ژوند وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې طالبان حاکم دي او له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دي پېژندلي.

نور خبرونه

رادیو