طالب چارواکي وايي د سپين بولدک جګړه له ۲ نیم ساعته وروسته ودرېده

پرون

په کندهار کې د طالبانو چارواکي وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني لوري تر منځ جګړه تر دوه نیم ساعته ډزو وروسته درېدلې ده. د ولسوالۍ مطبوعاتي مسوول علي محمد حقمل ویلي، چې جګړه د دواړو لورو په همغږۍ درېدلې او دا مهال په سیمه کې وضعیت عادي دی.

د سپین بولدک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي بیا وایي، لا هم په سیمه کې خال خال د ډزو غږونه اورېدل کېږي او د پاکستان له‌خوا د توغندیزو بریدونو اندېښنې شته، چې له امله یې ځایي اوسېدونکي له وېرې خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدلای.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې پاکستان لومړۍ د دوی پر پوستو برید وکړ او دوی یې غبرګون ته اړ شول.

ذبیح‌الله مجاهد نن ماخوستن (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، «متاسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»

تر اوسه هیڅ لوري د جګړې د پېلېدو د لامل او همداراز د تلفاتو په اړه معلومات نه‌دي شریک کړي.

په سپین بولدک کې د جګړې پر مهال؛طالبانو نن ماخوستن د سپین بولدک او چمن تر منځ د «باب دوستي» په نوم دروازې یوې برخې ته چاودنه ورکړه، خو لا تر اوسه د دغې دروازې د بشپړ تخریب په تړاو معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د جګړې پر مهال د طالبانو په خپل منځي واټس اپ ګروپونو کې د دوی هغه غږونه خپاره شول، چې ویل یې: «دا ځل باید د چمن- سپين بولدک تر منځ دروازه له‌منځه یووړل شي.»

سرچینو ویلي، چې طالبانو دغې دروازې ته نږدې ژېړو بوشکو ته چاودنه ورکړې، خو تر اوسه د دروازې د تخریب او له‌منځه تللو په اړه جزییات نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د لیندۍ په ۱۲مه د طالبانو او پاکستان مرکچي پلاوو د سعودي عربستان په خبرو اترو کې د اوربند پر دوام هوکړه کړې وه. دواړو خواوو د تېرو خبرو اترو د پرېکړو پر دوام موافقه ښودلې وه، چې اوربند به جاري ساتي، خو د طالب چارواکو په اند دا ځل بیا هم پاکستان اوربند مات کړ.

نور خبرونه

رادیو