د امریکا قانون جوړوونکو په پاکستان کې د «ویروونکو کړنو» په اړه د اقدام غوښتنه وکړه

۲۰ ساعتونه مخکې

د امریکا د استازو د جرګې ۴۴ ډیموکرات غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو ته په یوه لیک کې د پاکستان پر لوړپوړو چارواکو د بیړنیو بندیزونو غوښتنه کړې ده.دوی دا غوښتنه په پاکستان کې «له پولو هاخوا د ځورونې د پراخېدونکي کمپاین او د بشري حقونو د خرابېدونکي بحران» په نوم یادوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل یوه خبر کې ویلي، چې دا هڅه د کانګرس‌ ډيموکراتې غړې پرمیلا جیاپال او کانګرس مېمبر ګرېګ کاسار په مشرۍ ترسره شوې او په دې لیک کې د جرګې د دوو مسلمان غړو الهان عمر او رشیده طلیب چې د فلسطین او نورو اسلامي موضوعاتو په اړه مشهور دي لاسلیکونه هم شامل دي.

په دې لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، قانون جوړوونکو پر پاکستاني چارواکو د هدفمند فشار غوښتنه کړې، چې په‌کې د ویزو بندیزونه او د هغو چارواکو د شتمنیو کنګل کول شامل دي، چې د امریکا د وګړو او اوسېدونکو د ګواښلو مسوول بلل کېږي.

له ۴۰ زیاتو قانون جوړوونکو له مارکو روبيو غوښتي چې پر هغو پاکستاني چارواکو بندیزونه ولګوي، چې «له هېواده بهر د خپلو مخالفینو په ځورونو» کې ښکېل دي.

په لیک کې ټینګار شوی، چې واشنګټن باید د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي چې «د سیاسي مخالفینو د زنداني کولو، په بهر کې د وګړو د ډارولو او د ډیموکراتیکو ازادیو د ځپلو لپاره د دولت له واکونو څخه ناوړه استفاده کوي.»

په لیک کې ویل شوي: «په وروستیو کلونو کې د امریکا هغه وګړي او اوسېدونکي چې په پاکستان کې د استبدادي ناوړه کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي، له ګواښونو، ویرولو او ځورونو سره مخ شوي. دا چلند ډېر ځله د هغوی کورنیو ته هم غځول کېږي، چې په پاکستان کې ژوند کوي. دغه تاکتیکونه له خپل سرو نیونو، جبري کړنو او د غچ اخیستونکو تاوتریخوالو څخه نیولې تر کډوالولو او د هغوی د کورنیو غړو په نښه کولو پورې رسېږي.»

قانون جوړوونکو خبرداری ورکړی، چې پاکستان د واکمنۍ د سختېدو له ژور بحران سره مخ دی.

د دوی په خبره، چې سیاسي مخالف مشران بې له دلیله نیول شوي، خبریالان ګواښل کیږي او عام وګړي د ټولنیزو رسنیو د فعالیت له امله زنداني کیږي.

هغوی د ۲۰۲۴م کال د ټاکنو په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي او هغو بې‌ نظمۍ ته یې اشاره کړې چې د خپلواکو څارونکو په راپورونو کې ثبت شوې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د دغو بې‌ نظمیو په اړه اندېښنه ښودلې وه، او د بشپړې څېړنې غوښتنه یې کړې وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په واشنګټن کې د دغه هېواد سفارت لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو