د اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان ۴ښارونو کې افغانانو ته د کورونو پر کرایه ورکولو بندیز ولګېد

۴ ورځې مخکې

د پاکستان فدرالي چارواکو ویلي، چې د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون څلورو ګاونډیو ولسوالیو راولپېنډۍ، اټک، مري او هریپور کې د افغانانو په ګډون پر بې‌اسناده بهرنیو وګړو یوشمېر بندیزونه لګېدلي. دوی وایي، هېڅوک ورته کورونه په کرایه نه‌شي ورکولی، برېښنا او سیم‌کارتونه هم پرې بندېږي.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۱۳مه) د اېسکپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ هغه بهرنيان چې قانوني اسناد ونه لري، نه‌شي کولای کار ترلاسه کړي، کور يا هټۍ په کرايه ونيسي او د دوی د موبایل سيم‌کارتونو بندولو لړۍ هم پيل شوې ده. ځايي ادارو او پوليسو تر اوسه له ۲۵زرو زيات کورونه د کور په کور سروې کې پلټلي دي.

دغه موضوع د چهارشنبې په ورځ د اسلام‌اباد ښاروالۍ دننه «د بې‌اسناده مېشتو بهرنيانو د چارو د ګډې کاري ډلې» په ناسته کې هم څېړل شوې ده. دغه ناسته د پاکستان د پلازمېنې ښاروال محمدعلي رندهاوه او د کمېشنر په مشرۍ جوړه شوې وه. په غونډه کې د اسلام‌اباد د پولیسو قوماندان سيد علي ناصر رضوي، مرستيال کمېشنر عرفان نواز میمن او د ګاونډیو ولسوالیو امنیتي او اداري چارواکو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

چارواکو په ناسته کې وویل، چې د بې‌اسناده بهرنيانو د بېرته ستنولو بهير په بېلابېلو سيمو کې په چټکۍ روان دی او زياتره کسان «په خپله خوښه» پاکستان پرېږدي. چارواکو زیاته کړې، د هغو کورونو او هټیو خاوندانو پر ضد قانوني ګامونه اخيستل شوي چې بې‌اسناده بهرنیو وګړو ته یې ځای ورکړی دی.

ځايي کمېشنر لارښوونه وکړه، چې د بې‌اسناده بهرنيانو د تګ راتګ د مخنيوي لپاره دې جدي تدابير ونيول شي او د برېښنا او نورو اساسي خدماتو بندیز دې ژر تر ژره عملي شي. هغه ټینګار وکړ، چې هېڅ بهرنی باید له معتبرو اسنادو پرته د کار یا استوګنې اجازه ترلاسه نه‌کړي او ټول راټول شوي معلومات دې د کورنيو چارو وزارت له مرکزي دفتر سره شریک کړای شي.

له بلې خوا د اسلام‌اباد د پولیسو سرقوماندان سیدعلي ناصر رضوي وویل، د بې‌اسناده کسانو د غونډو او ډلو د ختمولو لپاره باید پرېکنده ګامونه پورته شي او هغو کسانو سره دې قانوني چلند وشي چې غواړي د جعلي اسنادو له لارې روغتيايي خدمات يا پېژندپاڼه ترلاسه کړي.

د پاکستان د مخابراتو ادارې مسؤولینو هم راپور ورکړ، چې د بې‌اسناده مېشتو کسانو د سيم‌کارتونو بندولو لړۍ روانه ده. د دوی په وينا؛ په اسلام‌اباد کې د کور په کور د معلوماتو ټولولو لړۍ چټکه روانه ده او په‌کې د کورنۍ د غړو پېژندنه، د شناختي کارت شمېرې او نور اړین جزیيات ثبتېږي.

نور خبرونه

رادیو