د پاکستان او عراق له زندانونو نږدې ۲۰۰ افغانان خوشې شول

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۹۰ افغان کډوال چې د عراق او پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ له دې ډلې ۱۷۱ کسان چې د پاکستان په زندانونو کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندیان وو، د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، ۱۹ نور کسان چې د عراق په زندانونو کې له ۶ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو؛ د نیمروز له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

همدا وړمه اونۍ د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد په «ارجنټاین پارک» کې تر نیمې شپې چاپې وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۳۹ نیول شوي افغان کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړل. د افغانستان انټرنشنل د راپور له مخې؛ په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د پخواني حکومت کارکوونکي شامل وو.

نور خبرونه

رادیو