ذبیح‌الله مجاهد: پاکستان یو ځل بیا پر سپین بولدک برید وکړ

پرون

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني نظامیانو تر منځ جګړه تایید کړه او زیاته یې کړه چې لومړۍ برید پاکستاني ځواکونو کړی.مجاهد ویلي، چې د دوی ځواکونه هم ځوابي برید ته اړ شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد نن ماخوستن (جمعه د لیندۍ ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه وویل، «متأسفانه چې نن ماښام پاکستاني اړخ یوځل بیا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان په طرف بریدونه پیل کړل، چې د اسلامي امارت ځواکونه هم غبرګون ته اړ شول.»

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نن ماخوستن شاوخوا ۱۰ بجې جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده. سرچینه زیاتوي، لا هم له سیمې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کیږي.

سرچینې زیاتوي، د سیمې یو شمېر اوسېدونکي د جګړې د پراخېدو له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او هڅې کوي چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

لا تر اوسه د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نشته.

نور خبرونه

رادیو