په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د جلالاباد ښار له بېلابېلو سیمو ۲۹ سوالګر راټول کړي دي. دغه مدیریت زیاتوي چې دغه سوالګر یې د بایومتریک او اړوندو ادارو ته د مرستو لپاره ورپیژندلي دي.
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سوالګر د سرې میاشتې، د کار او ټولنیزو چارو او د شهدا او معلولینو ریاستونو ته د مرستو د ترلاسه کولو او ټولنیز ملاتړ لپاره ور وپېژندل شوي دي.

