په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیبالله عليخېل وایي، که هېواد له تاریخي تېروتنو درس وانخلي او کورني ناورینونو ته واقعي حل ونه مومي، کابل به یو ځل بیا د سیمهیزو رقابتونو په منځ کې راګیر پاتې شي او د بېثباتۍ، کډوالۍ او بهرني نفوذ لړۍ به دوام پیدا کړي.
نجیبالله عليخېل په اېکس لیکلي، چې د کلونو او لسیزو راهیسې د افغانستان جغرافیه د سیاسي او جیوپولیتیکي موخو لپاره کارول شوې او «قرباني یې یوازې افغان ولس دی».
نوموړی ادعا کوي چې اوس بیا ځینې کړۍ هڅه کوي دغه تګلاره توجیه کړي او د سیمهییزو امنیتي پېښو له لارې «هدفمنده او مدیریت شوې بېثباتۍ ته لاره هواره» کړي.
عليخېل ټینګار کړی چې سیاسي او امنیتي سیالیو د افغانستان ستراتېژیک موقعیت سخت زیانمن کړی او د مهمو سیمهییزو پروژو مخه یې نیولې ده. نوموړي لیکلي: «اقتصادمحوره تګلارې ته لومړیتوب ورکول به افغانستان ته ثبات، اقتصادي پرمختګ، اعتبار او اقتدار راولي».
دی د هېواد د راتلونکي لپاره تر ټولو بنسټیز شرط «کورني بحرانونو ته حل پیدا کول» او «یو واقعي ملي تفاهم» بولي او څرګندوي چې د هر ډول پرمختګ لپاره باید لومړی د کور دننه د باور او تفاهم فضا رامنځته شي.
عليخېل زیاتوي، که افغانان له خپل تېر تاریخ څخه درس وانخلي، افغانستان به د سیمهییزو رقابتونو په منځ کې ایسار پاتې شي. د ده په وینا، پایله به یې «احتیاج، سرګرداني، د کډوالۍ دوام او د ګاونډیانو او نورو هېوادونو لپاره د نفوذ پراخه ساحه» وي.

