د فرانسې ۲۴ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، تمه کېږي اروپايي ټولنه به نن دوشنه د (لیندۍ ۱۷مه) د کډوالۍ په تړاو د سختو قوانینو تصویب کېدو لپاره رایه اچونه وکړي. د راپور له مخې، اروپايي ټولنه هڅه کوي چې ور ننوتونکي کډوال بېرته له خپلو پولو دباندې وباسي او د ښي اړخي سیاست قوت راکم کړي.
راپور کې راغلي پروکسل کې به د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو وزیران د هغو وړاندیزونو په اړه رایه ورکړي چې هدف یې د مهاجرو د راتګ کنټرول سختول او د هغوی د ستنېدو بهیر چټکول دي، چې دا به د روان کال د نوو اقداماتو لومړۍ ازموینه وي.
تمه ده چې د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې هېوادونه د اروپا د کډوالۍ پالیسۍ د سختولو یو مهم پړاو تصویب کړي، چې په کې به د ۲۷ غړو هېوادونو له بلاک څخه د باندې د «ستنېدو مرکزونو» د جوړولو موضوع هم تایید شي.
راپور وایي، په اروپا کې حکومتونه د ښي اړخو ګوندونو له پرمختګ څخه وېریږي او هڅه کوي د کډوالۍ په تړاو سختدریځ غوره کړي. که دا اقدامات تصویب شي؛ نو هغه کډوال چې قضیې یې رد شوي او یا جرمي مخینه ولري؛ نو له سختو سزاګانو سره به مخ شي.

