پاکستان وايي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره لارې پرانېزي

۴ ورځې مخکې

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د بشردوستانه موخو لپاره د تورخم او چمن سوداګریزې لارې پرانېزي. یادې لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانېستل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره له مشورې وروسته یې پرېکړه کړې، چې د تورخم او سپین بولدک ـ چمن لارې به افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد په موخه پرانېزي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره د لارو پرانېستل په افغانستان کې د خوراکي توکو او درملو د کمښت د سخت وضعیت د مخنیوی په موخه یاد کړی دی.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د ګمرکونو ریاست د پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ عمومي ریاست ته دنده سپارلې، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انتقال لپاره پروسه پیل کړي.

په یادو مرستو کې د یونېسف اړوند ۷۴ کانټینرونه، د خوړو نړۍوال پروګرام ۶۷ کانټینرونه او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق دوه کانټینرونه شامل دي.

ټاکل شوې ده، چې یاد توکي به په درېیو پړاونو کې افغانستان ته ورسېږي، خو د لارو د پرانېستلو په اړه یې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به د خوړو نړۍوال پروګرام اړوند د خوراکي توکو کانټیرونه افغانستان ته ولېږدول شوي او په دویمو او درېیمو پړاونو کې به درمل، طبي وسایل او ورپسې به د یونېسف اړوند کانټیرونه چې د درسي موادو بار دی، افغانستان ته ولېږدول شي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو بار کانټینرونو لېږد ته پر داسې مهال اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لانجو له امله له نږدې دوو میاشتو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړل شوې دي.

په ورته مهال د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د نومبر په ۱۷مه ویلي و، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوامداره توګه د لارو بندېدو له امله د سوداګرۍ حجم له ۵ میلیاردو دالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته راټېټ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو