ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې په سیستان او بلوچستان کې په یوې ټرافیکي پېښه کې نهه افغانان مړه شوي دي. د سیستان او بلوچستان د ټرافیکو مشر مهدي خمر ویلي، پرون ماښام د سراوان-خاش سړک په اوږدو کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله نهه بېاسناده افغانان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا؛ د یادې پېښې ۷ ټپیان د خاش امام خمیني روغتون ته لېږدول شوي دي.

