پولیټیکو: د امریکا دوه لوړپوړي پوځي چارواکي په یوه نا اعلان شوي سفر اوکراین ته رسېدلي دي

۴ ساعتونه مخکې

پولیټیکو د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا دوه لوړپوړي پوځي چارواکي په یوه نا اعلان شوي سفر کییف ته رسېدلي او د چهارشنبې په ورځ به د اوکراین د پوځي قوماندانانو، قانون جوړوونکو او د دغه هېواد له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره وګوري.

دغه دوه لوړپوړي چارواکي به د روسیې سره د سولې د ځنډېدلي پروسې په اړه د اوکراین له مشرتابه سره په خبرو تمرکز وکړي. وال سټریټ ژورنال هم په یوه جلا راپور کې لیکلي، دغه چارواکي پلان لري چې په یوه بله نېټه له روسي چارواکو سره هم وګوري.

نور خبرونه

رادیو