پر لبنان د اسراییل په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي

۳ ساعتونه مخکې

اسراییلي ځواکونو د لبنان د صیدون پر سویلي سیمه هوايي برید کړی، چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دغه برید په یاده سیمه کې د فلسطیني کډوالو پر یوه پنډغالي شوی دی.

اسراییل ویلي، چې په دغه برید کې یې د حماس غړي په نښه کړي دي؛ خو حماس بیا د اسراییل دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې فلسطیني کډوال په نښه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو