روسیې یوځل بیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړتوب ته تیاری وښود

۲ ساعتونه مخکې

په اسلام اباد کې د روسیې سفیر وايي، چې هېواد یې د طالبانو- پاکستان او هند او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل منځګړتوب ته چمتو دی. البرت خوروف ویلي، چې دوی د سیمه‌ییز امنیت، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت او سولې په تړاو ګډې اندېښنې لري.

البرت خوروف د اسلام اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه بحث کې وویل، چې مسکو د پاکستان او هند، او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو شخړو د حل په لټه کې منځګړتوب ته تیار دی.

د تاس اژانس د رپوټ له مخې، خوروف زیاته کړه: «موږ د سیمه‌ییز امنیت په اړه ګډې اندېښنې لرو، په ځانګړي ډول د افغانستان وضعیت او د سولې د ټینګښت، د ترهګرۍ د مخنیوي او ټولنیز-اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره د دوامداره همکارۍ ملاتړ کوو».

په اسلام اباد کې د روسیې د دیپلوماتیک ماموریت مشر یادونه وکړه چې د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا ډېری وخت د سیمه‌ییزو نه، بلکې د بهر ځواکونو له خوا رامنځته کېږي.

په دې تړاو، هغه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته اشاره وکړه، چې د اروپایي-اسیایي همکاریو او د اروپایي-اسیایي «مساوي او نه ماتېدونکي» امنیت د نوي جوړښت په تړاو یې کړې وې.

خوروف ټینګار وکړ چې دا مفاهیم یو بل تکمیلوي او د عمومي اصل پر بنسټ ولاړ دي چې سیمه‌ییزې ستونزې باید د سیمه‌ییزو لوبغاړو له خوا حل شي.

نور خبرونه

رادیو