د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره د لیدنې پر مهال وویل، چې متحده ایالاتو د خپلو مشرانو د «ناسمو پرېکړو» له امله د پوځ یوه برخه تجهیزات په «احمقانه ډول» په افغانستان کې له لاسه ورکړل.
ټرمپ وویل: «تاسې پوهېږئ، موږ د خپلې لومړۍ دورې پر مهال په ټریلیونونو ډالر ولګول او پوځ مو بیا ورغاوه، خو د همدې تجهیزاتو یوه برخه مو په افغانستان کې په احمقانه ډول بایلوده، ځکه زموږ هېواد ناپوهه خلکو اداره کاوه.»
ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر بیړنیو وتلو او د بگرام پوځي اډې پرېښودلو نیوکې کړې دي. نوموړي مخکې ویلي و چې هغه به په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي نظامي وسایل له طالبانو بېرته ترلاسه کول غواړي.
هغه طالبان وګواښل چې که بګرام اډه ور نه کړي، چې ډېرې بدې پېښې به وشي.
نوموړي د روان کال د سنبلې په میاشت کې ویلي وو چې د ولسمشر بایدن ادارې پوځي وسایل طالبانو ته پرېښودل او طالبان هر کال له همدې وسلو سره پوځي رژه کوي چې دا کار ورته د منلو وړ نه دی.
طالب چارواکو که څه هم د ټرمپ د اوسنیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې د ټرمپ څرګندونې ردې کړې وې او ویلي یې وو چې په افغانستان کې پاتې تجهیزات دوی د «غنیمت» په توګه ترلاسه کړي او هېڅ ډول امتیاز یا وسیله بېرته نه سپاري.
څه موده وړاندې د امريکا دفاع وزارت وویل، چې په افغانستان کې ترې پاتې شوي امريکايي وسايل شاوخوا ۷ میليارده ډالر ارزښت لري چې پوځي زغروال ټانکونه، پرمختللې وسلې، د بایومټریک وسایل او نور ټکنالوژيکي وسايل پکې شامل دي.
د ۲۰۰۲ کال له جون میاشتې نه تر ۲۰۲۰ کال پورې امريکا ۸۸،۶ میليارده ډالر د افغانستان د امنيتي ځواکونو ملاتړ صندوق له لارې د افغان پوځ د تجهيز، اکمال او روزنې لپاره لګولي وو.
هممهاله پاکستان هم څو ځله اندېښنه څرګنده کړې، چې په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې د دوی امنيت ته جدي ګواښ دی، خو د ټرمپ ادارې او امریکايي چارواکو پر دې اندېښنو هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.

